اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان نوموړي عالم دين او مفتي منیب الرحمن فتویٰ وركړې چې كشميريانو له خپلې زمكې د هند په هندوانو خرڅول شرعا ً جائز نه دي۔ د كشمیر میډیا سروس له مخې مفتي منيب الرحمن دا فتوی د يوې استفتاﺀ په ځواب كښې وركړې ۔ ده څخه پوښتنه وشوه چې په په داسې صورتحال كښې كشميرې اولس خپل جائيدادونه د هند په هندوانو خرڅولې شي كله چې ظالم او جابر هندي حكمران د كشمير مسلم اكثريتي تشخص ختمولو له د جموں وکشمیر خصوصی حېثیت منسوخ كړې ۔ مفتی منیب الرحمن په ډاګه كړه چې د شريعت له مخې كشميريانو له دا جائز نه دي چې هغوي خپل جائيدادونه په هندوانو خرڅ كړي يا ئې دوئي ته په كرايه وركړي۔ ده د قرآن پاك او يو شمېر حديثونو حواله وركولو سره ووئيل كه كافر مسلمانانو سره په جنګ كښې وي او هغوي د دوئي په زمكو غېر قانوني قبضه كړې وي لكه څنګه چې هند په جموں و کشمیر قابض دے نو په داسې صورت مسلمانانو لپاره ناجائزه او ګناه ده چې خپل جائيدادونه په هندوانو خرڅ كړي ولې چې داسې كول ظلم او زياتي له مرسته كول دي