اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن صدر سيد اظهر علي شاه، سېكتر نثار احمد او نورو چارواكو د اسلاميه كالج پوهنتون د سپورټس ډائرېكټر عرفان الله مروت په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د غم توفيق وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې عرفان الله مروت د اتوار په ورځ د جون په 7 مه نېټه په حق رسېدلے وو