اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) د وزیر اعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د این 95 ماسك استعمال يواځې د فرنټ لائن هیلتھ وركرز لپاره ضروری دے يا يواځې د كورونا وائرس هغه رنځوران كوم چې په انتهائی نګهداشت یونټ كښې پراته دي،د هغوي خيال ساتلو لپاره طبی عمله این 95 ماسك استعمالولې شي۔د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل طبی عملې نه علاوه ټول وګړي دې اولسي ځايونو ته د تللو په وخت ماسك لازمي اچوي ٬ ماسك هر ډول كيدې شي ٬ كه سرجيكل ماسك وي هغه دې استعمال كړے شي، میډیكل یا كور كښې جوړ سره رخت ماسك هم كارېدې شي