اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د مسلم لي (ن) د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د کرونا وائرس صورتحال په مهال يو واضح لائحه نه ښكاري٬ دلته دا وباء لا اوس پېل شوې او دې لپاره به مونږ له يو ډول او كوټلې قامي لائحه مرتب كول وي٬ د کرونا وائرس وباﺀ صورتحال هره ورځ مانيټر كولو لپاره دې پارلماني كمېټي جوړه كړې شي چې ورسره به د ايوان څخه حكومت ته لارښوونه ترلاسه شي۔ دا خبرې شاهد خاقان عباسي د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د كرونا وائرس په صورتحال بحث كښې وكړې۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل تېره ورځ په پاكستان كښې 11848 نه زيات ټېسټونه شوي چې پكښې 2555 ټسېټونه مثبت راغلي او د انفكېشن شرح 19 فيصد ده۔ ده ووېيل كه د ايوان كردار غواړۍ نو دا ماحول ښه كړې ٬ ده ووئېل د اسممبلۍ كښې د بحث كولو هم دا طريقه وي مخالفه ډله خبرې كوي او حكومت په آخر كښئ بحث راغونډوي۔ ده ووئيل نوې نوې ادارې او فورمونه جوړېږي ٬ اوږدې اوږدې غونډې كېږي خو د دې رنځ په ضد مونږ ته د كومې لائحې تر اوسه اندازه اونه شوه۔ ده ووئيل د كرونا وائرس په ضد د حكمت عملۍ په اړه دې ايوان په تحريري توګه خبر كړې شي۔ده ووئېل مونږ د يهاړي مارو فكر اخستې يو٬ د حكومت لخوا د لاك ډاٶن پحقله مبهم پرېكړې شوې او اوس د سمارټ لاك ډاٶن خبرې كېږي۔ده ووئېل د پاکستان په 70 فيصده سيمو كښې لاك ډاٶن د سره شوے نه دے