اسلام آباد ۔ 11 مئی (اے پی پی) په نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) كښې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په شمول د ټولو صوبو مشرتابه په مشاورت سره د كووېډ 19 نه خپرېدو او حفاظتي انتظامات باوري كولو له قامي هڅې تندۍ سره روانې دي۔ اېن سي او سي كښې شوې غونډه كښې د مئي 9 مې نېټې نه وروستو صورتحال ٬ د روژې مياشتې په اړوند ګائيډ لائنز د صوبو عملدرآمد ، د روژې مياشتې آخري لسو ورځو له د چمتوالي نيلو جاج واخستلې شو او کووېډ 19 سره په اړوندو شمېرو غور وكړې شو۔ د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔ د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول د صوبو نمائندګانو د روژې مياشتې آخري لسو ورځو لپاره د چمتوالي په اړه غونډه خبر كړه۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل لاك ډاؤن كښې د نرمۍ اولنۍ درې ورځې ډېرې مهمې دي۔ صوبې دې په اېس او پيز سختۍ سره عملدرآمد باوري كړي دغسې چې د كووېډ 19 مخ نيوي له حكومت ګامونو ته زيان اونه رسي۔ د اسلام آباد چيف كمشنر ، او د آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان په شمول د صوبو چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې كنفرس او وفاقي وزيرانو برېګیډئر (ر) وزیر اعجاز احمد شاہ، حماد اظهر، سید فخر امام، خسرو بختیار، د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا، د سلامتيا خاص مرستيال ډاكټر معید یوسف او د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيال عبدالرزاق داؤد او نورو غونډه كښې ګډون وكړو۔