اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر حماد اظهر وئيلي دي حکومت د پاکستان سټیل ملز د آپریشنز نجکارۍ پريكړه كړې ځكه چې اداره يو سپين هاتھی جوړ شوے، په زرګونو ايكړه زمكه به بيا هم د پاکستان سټیل ملز کارپوریشن سره وي٬ چې كله حکومت اقتدار كښې راغلے نو پاکستان سټیل ملز د 176 اربه روپو خسارې سره مخ ؤ،تيرو حکومتونو د سټیل ملز مسئلې نه دې حل كړي ځكه مونږ له به د هيواد ګټې له د دې حتمی حل لټول وي،دې پريكړې سره به حکومت د مياشتې د قامی خزانې 70 کروړه روپۍ بچ كړي۔ دا خبره ده د پاکستان سټیل ملز چئیرمین امیرممتاز او منیجنګ ډائریکټرشیرعالم سره د زيارت په ورځ يو پریس بریفنګ كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان سټیل ملز ملازمانو د تيرو څو كلونو راهسې كار نه كولو، د سټیل ملز ملازمانو له به سړي سر 23 لکهه روپۍ شرح سره وركولې شي ٬ دې نه ځانله دغه ملازمان نجی څانګه كښې خپل خذمات به هم ترسره كولې شي۔ده ووئيل 2008-09 كښې پیپلز پارټۍ پاکستان سټیل ملز ګټه كونكې ادارې څخه زيان كونكې اداره جوړه كړې، د مسلم لیګ ن په دور كښې د سټیل ملز آپریشنل کار ا ودريدلې