اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې غونډه كښې د كرونا وباء له امله د لاك ډاٶن په سوب د وركوټي او مېنځنۍ درجې كاروبار لپاره په معاونت كولو تفصيلي غور وشو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير حماد اظهر پشمول د نړيوال بنك او د خزانې وزارت لوړو پورو ګډون وكرو۔ په غونډه كښې ووئيل شول دا پېكج داسې صنعتونو لپاره دے كوم چې لږ نه لږ پنځو كسانو يا زيات نه زيات 30 كسانو ته روزګار وركوي۔ غونډې ته ووئيل شول معاونت ترلاسه كولو لپاره د كاروبار رجسټرډ كول لازمي نه دي خو د كاروبار موجودګۍ لپاره به درې قسمه ثبوت وركول وي۔ د دې پېكج له مخې د وړوكو صنعنتونو ډيجيټل صلاحيتونه هم په ښه كولو غور وشو دغسې چې ھغوي په سخته وضعه كښې د ټېكنالوجۍ سره خپل كار روان وساتلې شي۔ ده ووئيل حكومت د ھغه خلقو د مرستې عزم لري كوم چې د دې جوګه نه دي چې په سخته وضعه كښې د خپل كاروبار جامع لګښت هم ترسره كړې شي٬ پېكج عملي كولو لپاره به د سميډا او پنجاب آئي ډي بورډ معاونت پكار وي