اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د اېس او پيز په عملي كولو كښې به هېڅ ډول نرمي نه كېږي٬ سخت انتظامي اقدامات په ګرد هېواد كښې پېل كوٶ چې مقصد ئې د حفاظتي تدبيرونو په خلاف ورزۍ سخت سرزنش كول دي دغسې چې په بازارونو٬ ټرانسپورټ او صنعتي څانګو كښې د كرونا خپرېدو مخ نيوے وكړے شي ، ځكه چې دغلته د كرونا خپرېدو اندېښنه زياته ده٬ د ټولو صوبو اولس ته دې دا پېغام ورسولې شي چې حكومت د سماجي فاصلو او د حفاظتي تدبيرونو په خلاف ورزۍ انتظامي كاروائي پېل كؤنكے دے۔ د شورو په ورځ په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) كښئ د غونډې مشري كولو سره ده ووئيل د قامي رابطه كمېټۍ د غونډې په منټس كښې د دې خبرې تصحيح شوې چې په رضاكارانه توګه په حفاظتي اقداماتو عملدرآمد او د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد به سخت اقدامات باوري كولې شي۔ په دې لړ كښې اېن سي او سي ته د ټولو صوبو بشپړ ملاتړ ترلاسه دے