اسلام آباد 8 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي اولس لپاره د روزګار پراخه موقعې راپیدا کولو لپاره د وړوكو او د مينځنۍ درجې کاروبار سره د زرعی څانګې مرستې ته اړتيا ده، بايد د سرکاری څانګې ادارو د اصلاحات عمل تند كړې شي، د سبسډیز وركولو عمل ته نظرثاني کولو ته اړټيا ده، اوسني دور كښې د اقتصادی چیلنجونو مخ نيوي لپاره د مسائلو حل ته اړټيا ده، اولس له زيات ریلیف وركولو له هڅې وكړئ ، بايد سباؤن كښې د سرکاری څانګې كلن پرمختيائي پروګرام لپاره ترجیحات او اهداف واضح كړې شي او منصوبې يواځې د پيل كولو په ځاې د هغې بشپړولو ته پام لرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د يوې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔ په غونډه كښې د کورونا وائرس له امله رامخې ته شوي صورتحال تر مخه د معاشی صورتحال او د معیشت د سباؤن منظر نامې جاج واخستې شو۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا جاري بیان له مخې په غونډه كښې د خزانې وزارت د اړخه د روان مالی كال وړومبنو 9 مياشتو په د مختلف میکرو اقتصادی اشارو کارکردګۍ او د مجموعی معاشی صورتحال په اړه بریفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم ته د کورونا وائرس صورتحال او په معیشت پريوتونكې اثراتو په اړه ووئيل شول۔په غونډه كښې غریبانانو او د ټولنې کمزور طبقو او د کورونا وائرس له امله رامخې ته شوي صورتحال څخه د ځپلې معیشت بيلو څانګو مرستې لپاره د حکومت د اړخه د اعلان كړي 1.25 ټریلین روپو د اقتصادی پیکیج پیشرفت او د هغې د اثراتو جاج واخستې شو۔ د موجوده مالی كال وړومبنو 9 مياشتو په مهال د مختلف معاشی اشارو کارکردګی ستائلو سره وزیراعظم د کورونا وائرس صورتحال په مهال مالیاتی نظم او ضبط باوري كولو او د ریلیف وركولو لپاره د خزانې وزارت هڅې وستائلې۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو جې وركوټو او د مينځنۍ درجې کاروبار او زرعی څانګې مرستې ته بايد پام لرنه وكړې شي دغسې چې وګړو له د روزګار زياتې موقعې راپیدا کړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د معاشی وسائلو ضیاع مخ نيوي لپاره سرکاری ادارو كښې بايد د اصلاحات عمل تند كړې شي۔ ده ووئيل د سبسډیز وركولو په عمل دې هم نظرثانی وكړې شي دغسې چې دغه لا موثره او ګټه وره شي۔ د سباؤن اقتصادی منظرنامې ذکر کولو سره وزیراعظم ووئيل وګړو له زيات ریلیف وركولو لپاره دې هڅې وكړې شي۔ ده ووئيل د راروان كال پرمختيائي پروګرام ترجیحات او اهداف دې واضح کړې شي او يواځې د منصوبې پيل كولو په ځاې د هغې بشپړولو ته دې پام لرنه وكړې شي۔ وزیراعظم د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام دائره کار پراخه كولو لپاره د سرکاری او نجی شراکت ماډل زيات نه زيات د كارولو او د نړيوالو پرمختيائي شراکت دارو شاملولو په حاجت زور راوړو