اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښی د شورؤ په ورځ نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) كښې د لوړې كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د لېلة القدر ٬ جمعة الوداع او د وړوكي اختر مونځ په اېس او پيز ٬ د بهرنو پروازونو پیل ٬ د پي پي ايز او طبي آلاتو موجوده شمېرې سره د ترسيل په اړوندو چارو غور وكړے شو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ فورم خبر كړو چی د علي (رض) د شهادت ورځې په مهال بېلو ضلعو كښې د رامخې ته شوې ځينې خلاف ورزيو نه وروستو د مختلف مكاتب فكر علماﺀ كرامو په حكومتي بندېزونو او اېس پي پيز د عمل نه كولو اشاره وركړې ۔ حال دا دے چې د علي (رض) ورځې نه وړاندې ټولو صوبو د اېن سي او سي په فورم په دغه ورځ جلسې جلوسونه نه كولو ته صلاح شوې وو ولې د دغې باوجود داسې وشول او وي آئي پي شخصياتو هم جلوسونو كښې ګډون كړے۔ وفاقي وزير ووئيل په اېس او پيز او ګائيډ لائنز عملدرآمد له په هېڅ صورت طاقت نشي كارېدې ولې چې ځينې عناصر امن او استحكام له مينځه وړولو له دې صورتحال څخه ګټه پورته كولې شي۔ ده قوم ته خواست وكړو چې د كورونا وائرس مخ نيوي له په مذهبی اېس پی پیز عمل وكړي۔ د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول د صوبو چيف سكرټريز د اختر مونځ په موقع د اجتماعی اجتماعاتو او د قدس ورځې اقداماتو په اړه هم غونډه خبر كړه ۔ د اېوي اېشن سېكرټري حسن ناصر جامي ووئيل د مارچ 21 مې نېټې څخه د فضائي حدونو بندېدو له امله سول اېوي اېشن هر اوونۍ دوه اربه نه د زياتو روپو زيان پورته كوي۔ ده ووئيل د پاکستان انټرنېشنل ایئر لائنز (پی آئی اے) تر انتظام لاندې خاص پروازونه به نن هېواد ته رارسي۔ ده ووئيل د هېواد دننه پروازونه او هوائي مېدانونه په اېس او پيز عمل كوي۔ ده وئيل بهر هېوادونو ته پروازونه پېل كېدو سره به كومه مسئله نه رامخې ته كېږي بلكې دې سره به د معاشي چېلنجز مقابله كولو له مرسته ترلاسه شي