اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د ځوانانو چارو خپل خاص مرستيال عثمان ډار ليدلې دي او د كورونا ریلیف ټائیګر فورس اوونيز راپور ئې وزیراعظم ته وړاندې كړے۔د شورو په ورځ د وزیراعظم عمران خان د يو ټويټ له مخې وزیراعظم د سندھ يو لكهه 54 زره ټائیګر فورس معاملات او د انتظام ذمه واري د سندھ ګورنر ته د سپارلو منظوری وركړې ده ۔ وزیراعظم ته ووئيل شول دا مهال يو لاكھ 15 زره ټائیګرز د ریلیف هلې ځلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ په هغې كښې په پنجاب كښې 93000، خیبر پښتونخوا كښې 19000، بلوچستان كښې 500 دغسې بيلو برخو كښې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ وزیراعظم په دې د اطمینان څركندونه وكړه چې راروانو څو ورځو كښې او په خاص توګه د اختر په مهال به ټائیګرز فورس تهنورې ذمه وارۍ وسپارلې شي