GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د ډاکټر فردوس عاشق اعوان غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ د کرونا وائرس وباء زيان كمولو پحقله د صورتحال په يوالې د مقابلې كولو د عزم پخلي سره پراخه قامي مفاد له د قامي بيانيې د جوړولو په ضرورت زور راوړے، په غونډه كښې د يو نجي ټي وي چېنل لخوا په پورته كړې شوې معامله د نېب پراسيکيوټر طلب كولو په اړه د قانوني رائے ترلاسه كولو پرېكړه وشوه، د كمېټۍ چيئرمېن امر وكړو چې راتلونكې غونډه دې د حكومت لخوا د كرونا وائرس په حقله د پورته كړو ګامونو نه خبر كړې شي۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د چيئرمېن مياں جاوېد لطيف په مشرۍ كښئ د پېمرا په مركزي دفتر كښې وشوه۔ د كمېټۍ د غړو نه علاوه اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د پېمرا چيئرمېن مرزا سليم بېګ او د پي ټي وي اېم ډي عامر منظور سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټرې اکبر حسېن دراني د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو۔ د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل دا مهال ګرده نړۍ د كرونا وباء څخه ځپلې شوې او پاكستان هم دغه هېوادونو كښئ شامل دے، د لاك ډاٶن په اړه بېلا بېلې رائے رامخې ته كېږي ٬ حكومت دې په دې بريفنګ وركړي۔ چيئرمېن ووئيل ميډيا په مجموعي توګه د كرونا څخه په رامخې ته شوې صورتحال كښې د ذمه وارۍ ثبوت وركړے ، د شتمندو احساس رابېدارول، خبرتيا او حكومتي خامۍ لرې كولو كښې هم ميډيا مركزي كردار لوبولې ، د نننۍ غونډې مقصد د يوالي څرګندونه ده ۔ ده ووئيل د غونډې مقصد دا هم دې چې د پل كردار لوبولو سره د كرونا وائرس زيان زيات كمولو لپاره خپل كردار ادا كړو ځكه چې د ديهاړي مارو او خواري كښو نه علاوه سفيد پوشه طبقه هم زياته ځپلې شوې او مونږ له د هغوي د ستونزو هم اندازه لګول دي۔ده ووئېل د حکومت کار يوازې د خلقو د صحت خيال ساتل نه دي بلكې د لوږې تندې مخ نېوې هم كول دي كوم چې حكومت په يوازې نه شي كولې ۔په دې موقع اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاکستان 48م هېواد دے چې د كرونا وباء ښكار شوے د٬ دې نه وړاندې 47 هېوادونو كښې دا وائرس خپور شوے٬ د فرورۍ په شپږيشتمه نېټه وړومبنۍ كېس د زائرينو په صورت رامخې ته شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاكټر فرودس عاشق اعوان د اطلاعات او خپرونو د قائمه كمېټۍ غونډې په مهال كړې۔ دې ووئيل كه مونږ هر ګوند سره تعلق لرو ټولو له په ګډه د وباء لاره نيول دي، مخالفې ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې قامي او د هېواد پراخه ګټې له پرېكړه كښې د حكومت ملګرتيا كړې۔ دې ووئيل ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير هم په دې كښې د حكومت ملګرتيا كړې ۔دې ووئېل كله چې آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې د سبزو او د خوراكي توكو كمې راپېدا شو نو د ھغوي په غږ وفاقي حكومت په لاك ډاٶن كښې نرمي وكړه دغسې چې خلق د لوږې نه مړه نه شي او هغوي ته د خوراك څښاك څيزونه په وخت ورسي۔ دې ووئيل د روژې مباركې مياشت راروانه ده او دې لپاره هم واضح لائحې ته اړتيا ده، د حکومت په اېس او پيز عملدرامد ضروري دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان علماﺀ كرامو سره په ملاقات كښې په اتفاق د جوماتونو د پرانستو ساتلو پرېكړه كړې، مونږ له دا چېلنج په موقعو بدلول دي۔ دې ووئيل ټولو شراكت دارو سره په مشاورت د اېس او پيز پرېكړه شوې او په ھغې عملدرامد هم د ټولو ذمه واري ده۔ د حکومت په وراندې كه يو محاذ د كرونا دے نو بل محاذ د لوږې تندې هم دے ٬ د حكومت د قامي سلامتيا د كونسل لس غونډې په دې لړ كښې شوي، نېشنل کوآرډينيشن سيل جوړ كړے شوے او دغسې ټولو سره د مشاورت عمل هم دوامدار دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل هره ورځ د 472 ټېسټونو كولو او د دوه لېب ګنجائش ٶ اوس هره ورځ اته زره ټېسټونه كېږي او 60 لېب كار كوي، چين څخه هم د پوهانو په رابللو د عملې د كار استعداد زيات كړې شوې ۔ خاص مرستيالې ووئيل د اتلسم بدلون نه پس صوبې اختيارات لري، ھغوي خپل اېس او پيز خپله جوړ كړې وو۔ دې ووئيل زمونږ د هېواد انحصار 70 فيصده په كركيله دے او زرعي پېداوار منډيانو ته رسول هم ضروري دي ځكه لاك ډاٶن نرم كړے شوے ۔دې ووئېل مونږ علماﺀ كرامو او پوليس په سړكونو مشت او ګرېبان ليدل نه غوښتل ځكه مو جوماتونه د علماﺀ كرامو سره په مشاورت د اېس او پيز له مخې د پرانستلو پرېكره كړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ميډيا د انتقام د لارې په نښه كول او د ميډيا نمائندګان په زندان كښې اچول او خپله بيانيه په ھغوي منل زمونږ پاليسي نه ده، ميډيا مونږ خپل طاقت ګڼو ، چرته چې هم كله ميډيا سره ناانصافي شوې د حكومتي وياندې په حېث ميډيا سره اودرېدلې يم۔ د پيپلز پارټغ د قامي اسمبلۍ غړې نفيسه شاه د اوږدې مودې نه پس د قائمه كمېټۍ د غونډو پېل خوشبينه ګرځولو سره ووئېل د لاك ډاٶن په اړه هم بېلا بېلې رائې رامخې ته كېږي خو مونږ له به د قامي يوالي څرګندونه كول وي۔ دې ووئيل په فرنټ لائن ډاكټرانو سره سره خبريالان هم په مېدان كښئ ولاړ دي او حكومت دي دوي لپاره هم د ريليف پېكج اعلان كړي۔ په دې موقع د اطلاعات سېكرټرې د ميډيا صنعت تحفظ په اړه د حكومت لخوا په شوو اقداماتو كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل مونږ به ټول پرېس كلبونه د اېن ډي اېم اے په مرسته ډس انفېكټ كوٶ۔ دې ووئيل تر اوسه يوولس خبريالان كرونا څخه ځپلې شوي او هغوي ته هر ډول تحفظ وركوٶ۔ دې ووئيل د اطلاعات ټولو صوبائي وزيرانو د كرونا وائرس پحقله وټس اېپ ګروپ جوړ كړے چې پكښې ټول صوبائي وزيران شامل دي او د معلوماتو تبادله كوي۔ دې ووئيل دا وخت د سياست نه زيات د انسانيت د مسئلې دے، قائمه کمېټۍ له هم راوړاندې كېدلو سره قائدانه كردار لوبول او د پرېس كلبونو او د هغوي نمائندګانو له كېټس وركول پكار دي، حکومت به په دې لړ كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ دې ووئيل د ميډيا وركرز واجبات ادا كولو لپاره ميډيا هاٶسز پابند كوٶ او كومې ادائيګۍ چې به ميډيا هاٶسز ته كولې شي په ھغې دې د ھغوي نه بيان حلفي واخستلې شي دغسې چې ھغوي د ميډيا وركرز تنخاګانې باوري كړي۔ د كمېټۍ چيئرمېن سفارش وكړو چې په راتلونكې غونډه كښې دې د حكومت لخوا د كرونا مخنيوي او د لاك ډاٶن په اړه د پرېكړو په لړ كښې تفصيلاتو نه كمېټۍ خبر كړې شي۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو انجينئر عثمان ترکئي، طاهر اقبال، آفتاب جهانګير، صائمه نديم، جويريه ظفر آهير، کنول شوذب، مريم اورنګزيب، مائزه حميد، نفيسه شاه او ناز بلوچ په ټولو نكاتو خپلې رائې وركړې۔ دغسې په غونډه كښې ځېنې غړو د وېډيو لنك د لارې هم ګډون كولو۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں