اسلام آباد 22 اپریل (اے پی پی) د خزانې وزارت وياند وئيلي دي ګروپ 20 او پیرس کلب د اړخه ټیمپلیټ لیټر جاري كيدو نه پس به د پاکستان حکومت قرض كښې ریلیف لپاره درخواست دائر کوي۔ د شورو په ورځ جاري بیان كښې د خزانې وزارت وياند د پریس په ځينې برخو كښې د حکومت د اړخه د ګروپ 20 هيوادونو قرض ریلیف په لړ كښې د درخواست ناکامۍ په اړه د خپرو شوو خبرونو وضاحت کولو سره ووئيل ګروپ 20 ټیمپلیټ لیټر د ګروپ سيكټريټ د اړخه جوړيږي، كله چې جوړ شي نو په هغه صورت به ګروپ 20 او پیرس کلب دغه جاري كوي۔ وياند ووئيل حکومت ټیمپلیټ لیټرو موجودګۍ په صورت به د قرض ریلیف لپاره درخواست دائر کولې شي