اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) د درآمدي پيټروليم مصنوعاتو بېعې په اړه پټروليم لپاره د وزيراعظم خاص مرسيتال نديم بابر په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې ده ٬ كمېټي به د درآمد شوو پيټروليم مصنوعاتو بيعه كښې د زيان نه بچ كېدو لپاره د مختلف آپشنز جاج اخلي۔ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښئ وشوه٬ په غونده كښې د عدالت عظميٰ پرېكړو، آبزروېشنز او د پاکستان سټيل ملز په اړه په نورو عدالتونو كښې د زېر سماعت مقدمو په رڼا كښئ د پاکستان سټيل ملز هيومن ريسورس رئيلائزيشن منصوبې بشپړه او حتمي منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د بېلا بېلو نړيوالو ادارو او د ځائي شراكتدارو سره د مشاورت نه پس د توان وزارت په تحويز د درآمد شوو پيټروليم مصنوعاتو بيعه كښې د زيان نه د بچ كېدو جاج واخستلې شو٬ غونډې په دې لړ كښې د وزيراعظم َخاص مرستيال نديم بابر په مشرۍ كښې د كمېټۍ جوړولو منظوري هم وركړه چې پكښې به د مركزي بېنك ، پاکستان سټيټ آئل، خزانې وزارت، د قانون وزارت د منصوبه بندۍ وزارت نمائندګان شامل وي، كمېټي به يو يا دوو كالو لپاره په موجوده برېنټ سټاك بيعه٬ تر څو چې فيس د قبلېدو وړ حد دننه وي، 12 مياشتو په مقدار په 15 مېليونه بيرله د خام تېلو اخستو لپاره د مختلف آپشنز جاج اخلي۔ كمېټې به د قواعدو ضابطو چې پكښې په سباٶن كښې د پېشرفت په صورت بدلون كېدې شي له مخې د پاکستان سټيټ آئل کاونټر پارټۍ په توګه كار كوي