اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د مېجر جنرل هوانګ چنګ ژين په مشرۍ كښې د چين ملټري مېډيكل ډلې د نېشنل كمانډ آپرېشن سېنټر دوره كړې ۔ ډلې ته د وبائي رنځونو په ضد د پاكستان تر دې دمه د پورته كړو ګامونو په شمول د سباؤن عمل په اړه ووئيلې شول۔ دوره كوؤنكې ډله د ټي ټي كيو تګلارې څخه هم خبر كړې شوه۔ ټی ټی کیو سټرټیجی د پاکستان د قامی هڅو بنياد دے او دا د کووډ۔19 په ضد ټارګټډ لاک ډاؤنز او په دې قابو موندلو له روانو هڅو كښې مرسته كوي۔ د اېن سي او سي چارواكو د وبائي رنځونو په ضد جنګ كښې په مرسته كولو د چين حكومت او اولس مننه وكړه۔ د چین میډیکل ډلې د اولنيو درملنو خپلو هغه تجربو په اړه خبرې وكړې كومو څخه چې چين كښې د وبائي رنځ قابو كولو له مرسته ترلاسه شوې۔ د چي پلاوي د روغتيا پوهانو مشورو په رڼا كښې په سائنسي ډول د كووډ – 19 په ضد د قامي هڅو په وړاندې بوتللو د اېن سي او سي ستائنه وكړه۔ د چين پوځي ميډيكل ډله د پاكستان په سركاري دوره راغلې كومه كښې چې د رنځونو د قابو كولو ، پلمونولوجسټ، آئی سی یو، د لويو رنځونو د قابو کولو او د كتنې پوهان شامل دي