اسلام آباد ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام ترسېوري لاندې د كېټګري 2 مستحقينو ته د مرستې روپۍ وركول پېل شوي۔ د ټولو وګړو اندراج د 8171 اېس اېم اېس سروس د لارې شوے۔ د دې وګړو كوائف د قومي سماجي او معاشي ډېټابېس د لارې چېك كولو څخه وروستو دوئي د مرستې جوګه ګرځولې شوي۔ د وزيراعظم د سماجي تحفظ او تخفيف غربت خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د شورؤ په ورځ جي ټېن فور اسلام آباد كښې د كېش وركولو مركز دوره وكړه او دغلته ئې روپو ترلاسه كولو له راغلو ځينې مستحقينو سره خبرې وكړې۔ دوئي كښې هر يو ته په فون دا پېغام ترلاسه شوے ؤ چې هغوي په 15 اپرېل خپل نزدې مركز ته لاړ شي او د مالي مرستې په توګه 12 زره روپۍ ترلاسه كړي۔ خپلو خبرو كښې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل په دوئي كښې هره يوه مستحقې مېرمن يا خو د كوم مزدوركار كورودانې ده يا هغه په كوم كور كښې كاركوؤنكې ده۔ ځكه دا 12 زره روپۍ يو مهمه مالي مرسته ده كومې چې دې ته په دې سخت وخت كښې وركړې شوي ۔ دې ووئيل راروانو 7 ورځو كښې به احساس اېمرجنسي كېش ترلاسه كوونكي نوې رجسټرډ كسان د 8171 د لارې د احساس اېمرجسني ادائيګو په اړه خبرولې شي۔ دې ووئيل تر دې دمه 83.61 ملین پیغامات راغلي۔ تجزيه روانه ده او پروګرام كښې د اندراج وروستۍ نېټه 19 اپرېل 2020ﺀ ده۔ په 7 ورځو كښې تر دې دمه د احساس ترسېوري لاندې 3.134 ملین مستحقو كورنيو ته 37.608 اربه روپۍ وركړې شوي